د ننګرهار پوهنتون فزيکي بڼه کې بايد ډېر ژر مثبت بدلون رامنځته شي

12 جنوري, 2019

علمي او اکاډميک پرمختګ له ښه چاپېريال پرته ناممکن دى، هڅه کوو، د شته امکاناتو نه په ګټې اخيستنې د پوهنتون فزيکي بڼه بدله کړو.
يادې خبرې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ددې پوهنتون د چاپېريال ساتنې کمېټې مسؤلينو سره د کتنې پر مهال وکړې. د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنمل ډاکتر عصمت الله دراني ښاغلي فهيم ته د ښار او کور جوړونې، جلال اباد ښاروالۍ او فوايد عامې رياستونو مسؤلينو سره د کاري ليدنو راپور ورکړ او زياته يې کړه، چې ډېر ژر به د يادو ادارو او شخصي بسپنې پر مټ د پوهنتون په دواړو دروازو او نورو بېلابېلو برخو کې رغنيزې او زينتي چارې پيل شي.