د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د ننګرهار والي په مشرۍ غونډه وکړه

15 اکتوبر, 2019

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د تلې په ۲۲مه ولايت مقام کې د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وشوه، چې پر مهال يې د ياد پوهنتون د پرمختګ او د شته ستونزو په حل لارو خبرې اترې وشوې.
د علمي شورا ياده مشورتي غونډه، چې د ولسمشر د ځانګړي هدايت په اساس جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د پوهنتون درېواړو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو پکې ګډون کړی و، چې د خپلو خبرو پر مهال یې د دې پوهنتون د فعاليتونو، علمي پروګرامونو، پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل.
دوی وويل، چې ننګرهار پوهنتون د دولتي پوهنتونو په ډله کې د هېواد په کچه دويم مقام لري او هڅه به وکړي، تر څو په علمي ډګر کې لا پرمختګ وکړي. همدا راز یې د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون، د پوهنتون ساختماني چارو، د پوهنتون اړوند استملاک کېدونکو ځمکو، اسلامي پوهنتون او ګڼ شمېر نورو برخو کې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.
دوی همدا راز په علمي ډګر کې د پرمختګ په موخه په بېلابېلو برخو کې وړانديزونه او نظرونه شريک کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ننګرهار پوهنتون له ټولو مسئولينو مننه وکړه، چې د نوي نسل په روزنه کې شپه او ورځ زيار ګالي او مسئولينو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دې پوهنتون ساختماني چارو او په علمي برخه کې د پرمختګ رامنځته کېدو په موخه به ګډې هلې ځلې ترسره کړي.
ننګرهار والي همدا راز د ولسمشر د هدايت په اساس د ننګرهار پوهنتون د علمي او رغنيز پرمختګ او انکشاف په موخه د يو جامع پلان جوړولو لارښوونه هم وکړه، چې په وينا يې د تطبيق په موخه به يې په مرکز کې لوړپوړو مسئولينو سره تعقيب کړي.
په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون په لا معیاري کېدو، د محصلينو په فکري بدلون، په علمي برخه کې د پرمختګونو او اړونده نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او بحثونه وشول.