د ننګرهار پوهنتون علمي او رغنيز پرمختګ به د يوه ځانګړي پلان د تطبيق له مخې عملي کړو

20 اکتوبر, 2019

د ولسمشر د ځانګړي هدايت له مخې به ننګرهار ولايت مقام د پوهنتون له ادارې او استادانو سره په ګډه په هغو طرحو او لارو چارو کار وکړي، چې ددې پوهنتون د انکشاف او معياري کېدو سبب وګرځي.
يادې خبرې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او د علمي شورا غړو سره په هغه مشورتي غونډه کې وکړې، چې د تلې په ٢٧مه د دې پوهنتون په رياست مقام کې جوړه شوې وه.
ښاغلي مياخېل وويل: د پوهنتون د پیاوړتیا او پرمختیا په موخه باید يو غښتلی پلان جوړ شي، چې په اوږد مهالي او لنډ مهالي توګه به د اړوندو مسؤلینو په بشپړې همکارۍ سره تطبیق شي .
هغه زیاته کړه، د پوهنتون لس رغنيزې پروژې، چې کارونه یې له ځنډ، خنډ او نیمګړتیاوو سره مخ دي، ډېر ژر به ورته د مرکز په کچه د قانون له مخې حل لارې ومومي، همدا راز یې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې دېوال چارو پر وړاندې د رامنځته شوې ولسي ستونزې د حل ډاډ ورکړ.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ولسمشر او ننګرهار والي مننه وکړه، چې علمي مراکزو ته پاملرنه کوي او د ننګرهار پوهنتون د لاپياوړتيا، پرمختيا او معياري کېدا لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د پوهنتون د شته ستونزو او ننګونو په اړه د ننګرهار والي ته معلومات ورکړل او د حل په برخه کې يې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري، د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر او د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني، د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي او د پوهنتون د استادانو اتحاديې مشر پوهاند احمدګل واثق د غونډې نور برخوال وو، چې د پوهنتون د اړوندو ځمکو د استملاک، د تحقيقي مرکزونو او لابراتوارونو رامنځته کولو او د شته هغو مجهزولو، د بهرنيو پوهنتونونو سره د علمي اړيکو او د تفاهمليکونو لاسليکولو، د يو شمېر پوهنځيو او ديپارتمنتونو ايجادولو، د تدريسي روغتون مجهزولو، د پوهنتون په داخل کې د تدريسي ودانيو، کفيترياوو او تم ځايونو جوړولو او د نړيوال اسلامي پوهنتون پروژې د تطبيق په اړه يې خپل وړانديزونه د ننګرهار والي سره شريک کړل.
ننګرهار والي د مجلس غړو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د پوهنتون د پیاوړتیا او پرمختیا په موخه يو غښتلی پلان جوړ شي، چې په اوږد مهالي او لنډ مهالي توګه به د اړوندو مسؤلینو په بشپړې همکارۍ سره تطبیق شي .
د يادونې وړ ده، چې د غونډې برخوالو د هسکې مېنې ولسوالۍ د تېرې ورځې پېښې شهيدانو ته د دعا لاسونه هم لپه کړل او کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه وکړه.
سرچينه: د اړيکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمريت.