د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي متقاعد استاد ارواښاد پوهنمل خانمير غيور د مړینی له امله د خواشينۍ پېغام

24 چنګاښ, 1397

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي متقاعد استاد ارواښاد پوهنمل خانمير غيور د حق داعي ته لبيک ووايه او ژوند دروند پېټى يې له اوږو کوز کړ.
ارواښاد استاد د پاچا خان زوى او د بابا لمسى په (١٣٢٣) لمريز کال د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ شګې په کلي کې زېږېدلى ؤ.
لومړنۍ زده کړې يې د خپلې سيمې په سيدجمال الدين لېسه، منځنۍ زده کړې يې په ننګرهار لېسه او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې بشپړې کړې وې. 
ارواښاد استاد په ١٤/١٠/١٣٥٤ نېټه د دولت په خدمت کې شامل شو، چې له يادې نېټې راهيسې يې د عامې روغتيا په وزارت کې د ډاکتر، ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استاد او د پوهنتون تدريسي روغتون سرطبيب، د ښوونې او روزنې وزارت د صحي چارو رئيس، د وقايوي طب رئيس، د ښوونې او روزنې وزارت د کادري موسساتو رئيس او د عامې روغتيا وزارت دويم معين په توګه دندې ترسره کړې دي.
استاد غيور په ١٣٨٣ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي په علمي کادر کې د دويم ځل لپاره شامل شو او په نوموړي پوهنځي کې د ١١ کاله او ٨ مياشتې خدمت وروسته په ١٣٩٤ لمريز کال تقاعد ته سوق شو. 
ارواښاد استاد څه دپاسه يوه نيمه لسيزه عمر د هېوادوالو په خدمت او د طب په برخه کې د هېواد د بچيانو په روزنه تېر کړل او په دې برخه کې يې سلګونه علمي کادرونه وروزل او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړل. ارواښاد استاد په ١٧/٤/١٣٩٧ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق تعالى ته وسپاره او د ژوند پور يې پرې کړ.
د ننګرهار پوهنتون اداره د ارواښاد استاد مړينه يوه لويه غميزه او ضايعه بولي، کورنۍ او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوي او ارواښاد استاد ته د مغفرت او بښنې په پار لاسونه لپه کوي.
اروا يې ښاده او ګور يې له نوره ډک شه
درنښت
پوهنوال ببرک مياخېل
د ننګرهار پوهنتون رئيس