د ننګرهار پوهنتون صنعتي مشورتي شورا غونډه وکړه

05 اپرېل, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون صنعتي مشورتي شورا غونډه وکړه
د غونډې پر مهال د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې پنځلس پروژې د عامه او خصوصي مشارکت قانون له مخې پانګونې ته وړاندې شوې.
ياده غونډه د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک ادارې په مرسته جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مسؤلينو سربېره پکې ددې ولايت سوداګرو او پانګوالو هم برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د غونډې د پرانيستې پر مهال وويل: له نننۍ ناستې يې موخه داده چې سوداګر او پانګوال په پوهنتون کې پانګونې ته وهڅوي.
نوموړي زياته کړه: ننګرهار پوهنتون پنځلس داسې فرصتونه لري چې خصوصي سکتور پکې پانګونه وکړي.
ورپسې په ننګرهار پوهنتون کې د عامه مالي مديريت ستر کارپوه ډاکتر هلمند بختاني او د ننګرهار پوهنتون د مشورتي شورا مسؤل عبدالحکيم حکيمي د پوهنتون د صنعتي مشورتي شورا په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
د غونډې په پاى د ماليې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د رياست استازي ښاغلي واکمن صميم د عامه او خصوصي مشارکت قانون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل، چې سوداګر ددې قانون په رڼا کې په ننګرهار پوهنتون کې پانګونه وکړي.