د ننګرهار پوهنتون شپې برنامې مسؤلينو غونډه وکړه

10 فبروري, 2019

د ننګرهار پوهنتون د شپې برنامو امرينو ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او د شپې برنامو عمومي آمر پوهندوی سيد اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.
د غونډې پر مهال د نوي سمستر د پیل، د استادانو او محصلينو پر حاضرۍ، عملي زده کړو، يونيفورم او يو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې.