د ننګرهار پوهنتون رئيس د کيفيت تضمين، نصاب او برېښنايي زده کړو کمېټو مسؤلينو سره غونډه وکړه

08 جنوري, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس د کيفيت تضمين، نصاب او برېښنايي زده کړو کمېټو مسؤلينو سره غونډه وکړه
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او څانګو د چارو ارزونې په لړ کې دا ځل ددې پوهنتون د کيفيت تضمين داخلي واحد، نصاب او کريکولم او برېښنايي زده کړو کمېټو کړنې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې بررسي کړې.
د ارزونې په يادو غونډو کې د نصاب او کريکولم کمېټې مسؤل پوهاند محمد بشير دوديال، د کيفيت تضمين داخلي واحد غړي پوهنيار عزت الله ساغر او د برېښنايي زده کړو کمېټې مسؤل پوهنمل بادام نيازي په وار سره د خپلو کمېټو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د پوهنتون رئيس او نورو برخوالو ته معلومات ورکړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د درېواړو کمېټو هڅې وستايلې او د چارو د لا ښه والي لپاره يې لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي فهيم وويل: د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او څانګو له ارزونې وروسته به ډېر ژر د پوهنتون د درنو استادانو او منسوبينو په مرسته او ملتيا په ننګرهار پوهنتون کې بنسټيز علمي او رغنيز تغيرات راولو.