د ننګرهار پوهنتون رئيس د يوه لوړ رتبه پلاوي په ملتيا د اريانا لوړو زده کړو موسسې څخه ليدنه وکړه

12 جولای, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهاند نقيب الله ثاقب، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنوال محمد زبير نورمل، په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې اجرائيوي مسؤل عبدالبصير سباوون، د سپين غر لوړو زده کړو موسسې رئيس ډاکتر خيرمحمد مومند، د روښان لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال او سرپرست فاتح ګل شينواري او يو شمېر نورو مسؤلينو يې ملتيا کوله، د اريانا لوړو زده کړو موسسې او روغتون څخه ليدنه وکړه او د يادې موسسې چارې يې وارزولې.
ياد پلاوي د اريانا لوړو زده کړو موسسې علمي، تدريسي، اداري او عملي چارې له نږدې وليدلې او دغه راز يې د يادې موسسې د صنفونو، لابراتوارونو، تدريسي روغتون او نورو برخو څخه ليدنه وکړه، چې يادې برخې تر ډېره د لوړو زده کړو په معيار برابرې نه وې او ستونزې او نيمګړتياوې پکې موجودې وې.
ښاغلي فهيم د يادې موسسې استادانو او محصلينو سره هم وليدل او په اړونده برخه کې يې د هغوى ستونزې هم واورېدلې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس د يادې تحصيلي موسسې مسؤلينو ته ژر تر ژره د نوموړو ستونزو د حل سپارښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې ننګرهار پوهنتون به د نوموړې موسسې لپاره يو منظم کاري پلان جوړ کړي، چې له مخې يې يادې ستونزې او نيمګړتياوې له منځه لاړې شي، چې په همدې موخه يې د نوموړې موسسې رئيس او مرستيالان ننګرهار پوهنتون ته راوبلل.