د ننګرهار پوهنتون رئيس د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه

12 جون, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د پوهنتون رئيس د پوهنځيو استادانو او مسؤلينو ته د لوايحو او مقرراتو سره سم په راڼه او شفاف ډول د ازموينې د اخيستلو سپارښتنه وکړه.