د ننګرهار پوهنتون رئيس د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه

10 غبرګولی, 1397

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په داسې حال کې چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال يې ملتيا کوله، ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه.
د کتنې پر مهال د پوهنتون رئيس او علمي مرستيال د پوهنځيو استادانو او مسؤلينو ته په راڼه او شفاف ډول د ازموينې د اخيستلو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون په روانو ازموينو کې، چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پيل او تر درويشتمې به دوام وکړي، ددې پوهنتون نږدې څوارلس زره محصلان برخه لري، چې له دې ډلې دولس سوه تنه يې نجونې دي.