د ننګرهار پوهنتون رئيس د نشراتو کمېټې، فوق اللسانس برنامو، محصلانو چارو او سپورت آمريتونو مسؤلينو سره غونډه وکړه

09 جنوري, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس د نشراتو کمېټې، فوق اللسانس برنامو، محصلانو چارو او سپورت آمريتونو مسؤلينو سره غونډه وکړه
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او څانګو د چارو ارزونې په لړ کې دا ځل ددې پوهنتون د نشراتو کمېټې، فوق اللسانس برنامو، محصلانو چارو او سپورت آمريتونو کړنې بررسي کړې.
په هغه غونډه کې، چې له همدې امله د اقتصاد په پوهنځي کې جوړه شوې وه، د نشراتو کمېټې مشر پوهاند اسرارالحى منيب، د فوق اللسانس برنامو آمر پوهنوال بشارت الله شينواري، د محصلانو چارو آمر عبدالجميل حاتم او د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ په وار سره د خپلو کمېټو او آمريتونو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د نوموړو ادارو هڅې وستايلې او د چارو د لا ښه والي لپاره يې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي وويل: له دې ناستو او مجلسونو يې موخه د پوهنتون د اړتياوو، نيمګړتياوو، ستونزو او ننګونو درک او هغې ته د حل لارو- چارو موندل دي.