د ننګرهار پوهنتون رئيس د لوړو زده کړو وزير او د ياد وزارت له يو شمېر نورو چارواکو سره وليدل

14 مارچ, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په داسې حال کې، چې د ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو، ساينس، وترنري علومو او عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو رئيسانو او د شپې برنامې مسؤلينو يې ملتيا کوله، د لوړو زده له وزير پوهنمل دکتور نجيب الله خواجه عمري، مالي او اداري چارو معين احمد سير مهجور او د محصلانو چارو له معين پوهاند دکتور بري صديقي سره په جلا جلا توګه وليدل او په علمي او رغنيزه برخه کې يې د پوهنتون ستونزې او وړانديزونه ورسره شريک کړل.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ننګرهار پوهنتون رئيس او مسؤلينو ته د ستونزو د هواري په برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ، يو شمېر وړانديزونه يې په سملاسي توګه لاسليک کړل او د نورو د اجرا په اړه يې اړوندو مراجعو ته سپارښتنه وکړه.