د ننګرهار پوهنتون رئيس د لرې پښتونخوا محصلينو ستونزې واورېدې

13 مارچ, 2019

ننګرهار پوهنتون کې د لرې پښتونخوا محصلينو استازو خپلې ستونزې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره د يوې کتنې په ترڅ کې شريکې کړې.
د ليدنې پر مهال د يادو محصلينو په استازيتوب د انجنيري پوهنځي محصل حضرت الله ميا خبرې وکړې او د محصلينو د تګ راتګ، ويزو اخيستنې او د ليليې په برخه کې شته ستونزې يې د پوهنتون له مشرتابه سره شريکې کړې.
ښاغلي فهيم ننګرهار پوهنتون د لرو او برو پښتنو ګډ کور ياد کړ او راغلو محصلينو ته يې د ستونزو د هواري تر څنګ په راتلونکې کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې د ليدنې پر مهال د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري هم حضور درلود.