د ننګرهار پوهنتون رئيس د شرعياتو پوهنځي د نوې ودانۍ څخه ليدنه وکړه

09 جنوري, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس د شرعياتو پوهنځي د نوې ودانۍ څخه ليدنه وکړه
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د خپلو مرستيالانو او د انجنيري پوهنځي استادانو په ملتيا د شرعياتو پوهنځي د نوې ودانۍ ساختماني شرکت مسؤل احضار کړ او د ودانۍ د جوړېدو کار د ځنډ په اړه يې ترې پوښتنې ګروېږنې وکړې.
ښاغلي فهيم د يادې ودانۍ قرارداد څېړنې په موخه باصلاحيته کمېسون وټاکه، چې د قرارداد او د مؤظف انجنير چارو تر بررسۍ وروسته به راتلونکې شنبه نوموړي ته ګزارش ورکړي او له هغې وروسته به يې په اړه پرېکړه وشي. دغه راز يې د ساختماني شرکت له مسؤل په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې د دوو مياشتو په جريان کې بايد د ودانۍ پاتې کار له قرارداد سره سم پاى ته ورسوي.