د ننګرهار پوهنتون رئيس د روښان او اريانا لوړو زده کړو موسسو د کانکور له ازموينو ليدنه وکړه

16 مارچ, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په داسې حال کې، چې د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د يو شمېر پوهنځيو رئيسانو او استادانو يې ملتيا کوله، د روښان او اريانا لوړو زده کړو موسسې د کانکور له ازموينو ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د پوهنتون رئيس او مسؤلينو د دواړو موسسو استادانو او مسؤلينو ته د رڼې او شفافې ازموينې اخيستلو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس د کابينې د پرېکړې او د لوړو زده کړو وزارت له هدايت سره سم اريانا لوړو زده کړو موسسې ته د طب په برخه کې د محصلينو د جذب او کانکور ازموينې اخيستلو اجازه ورنکړه او يوازې د حقوقو او اقتصاد پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينه واخيستل شوه.