د ننګرهار پوهنتون رئيس د خپلو مرستیالانو په ملتیا ددې پوهنتون د یو شمېر رغنیزو پروژو د چارو څخه لیدنه وکړه

10 فبروري, 2020

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د اداري او مالي چارو مرستيال ښاغلي حمیدالله احمدزي يې ملتيا کوله، د ياد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي، د نجونو د مرکزي لیلیې، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د کمپیوټر لیب او اداري بلاک د نویو جوړېدونکو دانیو ترسره شوې چارې له نږدې وليدې.
پوهاند بهسودوال د نوموړو پروژو د ودانيزو شرکتونو له مسؤلينو سره وليدل، د ترسره شوي کار نيمګړتياوې يې ورپه ګوته کړې او له هغوى يې په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې ورسپارل شوى کار له پلان سره سم په ښه کيفيت او خپل وخت سره سرته ورسوي.