د ننګرهار پوهنتون رئيس د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د نوې ودانۍ قراردادي احضار کړ

12 جون, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د طلوع صافي ودانيز شرکت مسؤل، چې د د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د نوې جوړېدونکې ودانۍ قراردادي دى، خپل دفتر ته راوغوښت او له نوموړي يې په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا په همدې موضوع کې د رالېږل شوي هيئت غړي هم موجود وو، د يادې پروژې د کار د بندېدو د عواملو په اړه وضاحت وغوښت.
د مجلس په پاى کې ښاغلى فهيم د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي او د لوړو زده کړو وزارت د راغلي هيئت غړو په ملتيا د نوموړې ودانۍ څخه ليدنه وکړه او د ودانۍ د نيمګړي کار او ستونزو په اړه يې د هيئت غړو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي فهيم د شرکت له مسؤل او د لوړو زده کړو وزارت له راغلي پلاوي په جدي توګه د نوموړې ودانۍ د نيمګړي کار د ژر پيلېدو او بشپړاوي غوښتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د پوهنتون رئيس ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې پنجشنبه به د وزارت په رهبري شورا کې د نوموړې ودانۍ او شرکت موضوع مطرح او د چارو د پيل په اړه به يې لازمه پرېکړه وشي. 
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د نوې ودانۍ قرارداد د (١١٧١٦٥٠٦٤.٨٩) افغانيو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت او طلوع صافي شرکت تر منځ په (١٣٩٢/١٢/٢٤) نېټه شوى، چې د رخصتيو ورځو په شمول (٢٦) مياشتې يې د کار د تسليمېدو موده ټاکل شوې وه؛ د ودانۍ نږدې ٢٠ سلنه کار پاتې دى او دا په داسې حال کې ده، چې (٩٦.٣٣) سلنه بيل ورته اجرا شوى دى.