د ننګرهار پوهنتون رئيس ددې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلينو سره غونډه وکړه

13 غویی, 1397

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس ددې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلينو سره غونډه وکړه
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د دې پوهنتون د انګليسي ژبې زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ ادارو له مسؤلينو سره غونډه وکړه.
په پيل کې د ننګرهار پوهنتون د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ آمر سيد اجمل، د پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز مشر فضل کريم سادات او د ITCN  مرکز مشر پوهنيار احمدضيا شريفي د خپلو ادارو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل.
پوهنوال مياخېل د نوموړو ادارو چارې مثبتې وارزولې او د لا ښه والي په موخه يې د اړوندو مرکزونو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.