د ننګرهار پوهنتون د ١٣ علمي او اداري څانګو د امرينو غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په مشرۍ جوړه شوه

31 مې, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون د ١٣ علمي او اداري څانګو د امرينو غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په مشرۍ جوړه شوه
په نوموړې کاري ناسته کې چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال عبادالرحمن مومند او د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري هم پکې برخه لرله، د پوهنتون د ١٣ علمي او اداري امريتونو امرينو خپل کاري ګزارشونه او راتلونکې پلانونه د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پوهنتون د بېلابېلو امريتونو فعاليتونه مثبت وارزول، د لاښه والي سپارښتنه او د هغوى د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
نوموړي وويل: د ښو او پر وخت خدماتو عرضه کول او د مراجعينو غوښتنو ته ځواب ويل زمونږ د ټولو دنده او مسؤليت دى او دې چارې ته بايد ژمن واوسو.