د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مخکېنى مرستيال تقدير او نوى مرستيال ددې پوهنتون منسوبينو ته وروپېژندل شو

03 نوومبر, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مخکېنى مرستيال تقدير او نوى مرستيال ددې پوهنتون منسوبينو ته وروپېژندل شو
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مخکېنى مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري د يوې غونډې په ترڅ کې تقدير او نوى مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي ددې پوهنتون منسوبينو ته وروپېژندل شو.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د ښاغلي سروري خدمتونه وستايل او نوموړى يې پر هېواد او ولس مين شخصيت ياد کړ.
نوموړي وويل: (( نن ورځ مونږ او تاسې د داسې يو شخصيت په وياړ راټول شوي يو، چې نږدې يوه لسيزه يې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال په توګه د ولس او خاورې خدمت وکړ.))
هغه زياته کړه: د پوهنتون د پرمختګ او محصلانو چارو د سمبالتيا په برخه کې د ښاغلي سروري هڅې او کوښښونه له هيچا پټ ندي، مونږ يې قدردانى کوو او نوموړي ته د الله تعالى له درباره د اجر او په راتلونکې کې د لازياتو برياوو غوښتونکي يو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس د محصلانو چارو نوى مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي وړ، په کار پوه او ژمن شخصيت ياد کړ او تمه يې څرګنده کړه، چې د محصلانو چارو د لاښه والي او بهبود لپاره به اغېزمن او ګټور تمام شي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مخکېني مرستيال او ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل نعيم جان سروري خبرې وکړې. نوموړي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د نوموړي هڅې يې وستايلې او ژمنه يې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د غونډې وروستى ويناوال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو نوى مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي ؤ. نوموړي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه، لوړو زده وزارت مقام او ولسمشر مننه وکړه، چې په نوموړي يې ددې دندې اعتماد او باور وکړ.
ښاغلي هاشمي ورسپارل شوې دنده منصب نه، بلکې مسؤليت وباله او ژمنه يې وکړه، چې په خپل ټول توان به يې په ښه ترسراوي کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د پوهنتون مشرتابه ښاغلي سروري ته د ښه خدمت په وياړ د اعزاز پګړۍ پر سر کړه او په يوه ستاينليک يې ونازاوه.
د يادونې وړ ده، چې په غونډه کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او سلګونو تنو محصلانو برخه لرله.