د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو ددې پوهنتون د اقتصاد او ساينس پوهنځيو له تدريسي بهيره ليدنه وکړه

24 نوومبر, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو ددې پوهنتون د اقتصاد او ساينس پوهنځيو له تدريسي بهيره ليدنه وکړه
د ليدنې پر مهال د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د استادانو او محصلانو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.
دغه راز يې د محصلانو د هغه شکايت په اساس، چې د شکاياتو له صندوق ترلاسه شوى ؤ، چې پکې له رسمياتو وروسته د عمومي کتابتون د تړلو ستونزه ياده شوې وه، د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ له مسؤلينو سره وليدل او هغوى ته يې سپارښتنه وکړه، چې د شپې تر نهو بجو به عمومي کتابتون خلاص او محصلين به ترې ګټه اخلي، چې د کتابتون مسؤلينو په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.