د ننګرهار پوهنتون د علمي او اداري څانګو د آمرينو او مديرانو غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په مشرۍ جوړه شوه

15 اپرېل, 2019

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال عبادالرحمن مومند او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي هم پکې برخه لرله، د پوهنتون د بېلابېلو علمي او اداري څانګو آمرينو او مديرانو خپل کاري ګزارشونه او راتلونکې پلانونه د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د پوهنتون د بېلابېلو امريتونو فعاليتونه مثبت وارزول، د لاښه والي سپارښتنه او د هغوى د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
نوموړي وويل: د ښو او پر وخت خدماتو عرضه کول او د مراجعينو غوښتنو ته ځواب ويل زمونږ د ټولو دنده او مسؤليت دى او دې چارې ته بايد ژمن واوسو.