د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو غونډه وکړه

01 جون, 2019

د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو غونډه ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او د شپې پوهنځيو د برنامو آمر پوهندوى سيد اکرم هاشمي په مشرۍ ترسره شوه.
د غونډې پر مهال د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو د تېر سمستر کاري راپور او د راتلونکې نهايي ازموينې لپاره د چمتووالي په اړه د محصلانو چارو مرستيال ته معلومات ورکړل.
ښاغلي هاشمي د شپې پوهنځيو د مسؤلينو هڅې وستايلې او د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو سره سم يې د راتلونکې ازموينې د شفافې اخيستنې او پر وخت د نتيجې د اعلان سپارښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون په پنځو پوهنځيو (ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد او شرعياتو) کې د شپې برنامه لري، چې دم ګړۍ پکې نږدې دوه زره تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.