د ننګرهار پوهنتون د انګلیسي ژبی او کمپیوټر زده کړو مرکز (ELCLC) خبرتیا!

04 لیندۍ, 1396

د ننګرهار پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو مرکز (ELCLC) د خپلو ښوونيزو پروګرامونو په لړ کې په پام کې لري چې د ننګرهار پوهنتون محترمو استادانو ته د Fast Track English صنف پيل کړي .
هغه محترم استادان چې په نوموړي پروګرام کې د ګډون نيت لري، د ننګرهار پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو مرکز (ELCLC) ادارې ته دې د روان کال د قوس مياشتې تر ۷ نېټې پورې تشريف ويسي. 
يادښت: صنف به په ذکر شوې نېټه د غرمې په 12:30 بجو پيلېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره