د ننګرهار پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو مرکز څخه ٧٨ تنه فارغ شول

23 اپرېل, 2019

د نوموړي مرکز د مسؤلينو په وينا، ياد محصلين يې د څلورو مياشتو په دوران کې د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کې روزلي دي.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم او محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي سربېره د يو شمېر پوهنځيو رئيسان، استادان او سلګونه تنه محصلين وربلل شوي وو.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د ژبو او دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ د زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي وويل: په ننني عصر کې د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ له زده کړې پرته پرمختګ ناشونى دى.
هغه زياته کړه: د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلان د خپلو مسلکي زده کړو سربېره د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې د لنډمهالو زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
د پوهنتون رئيس د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو مرکز له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د محصلانو د روزنې په موخه به ددغه ډول علمي او روزنيزو پروګرامونو د ودې او پراختيا په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. 
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو مرکز (ELCLC) مشر فضل کريم سادات د نوموړي مرکز د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وويل: يوازې په تېرو څلورو مياشتو کې نوموړي مرکز د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو (٧٨) تنه د IT او انګليسي ژبې په برخه کې روزلي، چې نن ورځ يې تاسې د فراغت شاهدان ياست.
ښاغلي سادات زياته کړه: له دې سربېره ١٣٤ تنه نور محصلان په نوموړي مرکز کې په ذکر شويو برخو کې په زده کړو بوخت دي.
د غونډې په پاى کې د کورس په فارغو محصلانو د فراغت سندونه وويشل شول.