د ننګرهار پوهنتون د استادانو اړوند (قيام الدين خادم) ښارګوټي رغنيز او اصلاحي پلان لاسليک شو

08 لړم, 1396

د ننګرهار پوهنتون د استادانو اړوند (قيام الدين خادم) ښارګوټي رغنيز او اصلاحي پلان لاسليک شو
نوموړى پلان د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په حضور کې د لوړو زده کړو وزير عبداللطيف روشان او ښارجوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري له خوا د ملي شورا په مقر کې د يوې غونډې پر مهال لاسليک شو.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د ياد ښارګوټي د چارو سربېره په ننګرهار پوهنتون کې د رامنځته شويو علمي او رغنيزو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې برخوالو ته تفصيلي معلومات ورکړل او دغه راز يې ددې پوهنتون ستونزې له مشرانو سره شريکې کړې، چې د هغوى له خوا په پوهنتون کې د مثبتو بدلونونو هرکلى وشو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
ښاغلي مياخېل د مشرانو جرګې رئيس او د لوړو زده کړو او ښار جوړونې له وزيرانو مننه وکړه چې د ننګرهار پوهنتون ستونزو ته رسيده ګي کوي او د حل په موخه يې ګامونه اخلي.
ننګرهار پوهنتون د استادانو اړوند (قيام الدين خادم) ښارګوټى ننګرهار پوهنتون ته څېرمه په ٤٧٨ جريبه ځمکه کې د استوګنې د پنځه سوه نومرو په لرلو سره جوړ شوى چې رغنيزې چارې به يې ډېر ژر پيل شي.
د يادونې وړ ده چې په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د يو شمېر پوهنځيو د رئيسانو او استادانو سربېره په ټولنيزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون هم برخه لرله.