د ننګرهار پوهنتون د اداري څانګو د آمرينو او مديرانو غونډه د پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شوه

10 جولای, 2019

په نوموړې کاري ناسته کې د پوهنتون د بېلابېلو اداري څانګو آمرينو او مديرانو خپل کاري ګزارشونه، راتلونکي پلانونه او ستونزې د پوهنتون له مشرتابه سره شريکې کړې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: د پوهنتون علمي پرمختيا او رغنيز پرمختګ د اداري څانګو له همکارۍ پرته ناممکن دى، د پوهنتون اداري کارکوونکي او استادان بايد د همکارۍ او همغږۍ په فضاء کې په ګډه د نوموړې موخې د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.
ښاغلي فهيم د پوهنتون د بېلابېلو امريتونو فعاليتونه مثبت وارزول، نيمګړتياوې يې ورپه ګوته کړې او د ستونزو د حل د ژمنې تر څنګ يې د چارو د لاښه والي سپارښتنه وکړه.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياء الحق بنوري د مجلس پر اجنډا خبرې وکړې او د کارکوونکو د حاضرۍ، د دندو د لوايحو سره سم د چارو پر مخ وړل، د خالي بستونو په نښه کول او په استخدام کې يې اقدام، د عمومي کتابتون د شته ستونزو حل، د مالي او حسابي چارو ګړنديتوب، د مامورينو اضافه کارۍ او د اړونده آمريتونو له خوا د راتلونکي مالي کال لپاره د بوديجې غوښتنې پر موضوعاتو غور او بحث وشو.
د مجلس په پاى کې پرېکړه وشوه، چې اړوند امريتونه به پورته موضوعات ترسره او تعقيب کړي او د خپلو کړنو راپور به د اداري او مالي چارو معاونيت ته وسپاري.