د ننګرهار پوهنتون دوه تنو نوښتګرو محصلينو د لوړو زده کړو له وزير سره وليدل

14 مارچ, 2019

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلينو ولي خان او نور الله، چې د رياضي او فزيک په برخه کې يې فورمولونه کشف کړي، د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په ملتيا د لوړو زده له وزير پوهنمل دکتور نجيب الله خواجه عمري سره وليدل.
د لوړو زده کړو وزير د نوموړو محصلينو د وړتيا او استعداد ستاينه وکړه او د هغوى کشفيات يې د لوړو زده کړو د کورنۍ لپاره ستر وياړ وباله.
ښاغلي عمري يادو محصلينو ته د زده کړو د ښې زمينې برابرولو او د نورو څېړنو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.