د ننګرهار پوهنتون حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلانو د عملي زده کړې په موخه تمثيلي محکمه ترسره شوه

27 نوومبر, 2018

 

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلانو د عملي زده کړې په موخه تمثيلي محکمه ترسره شوه
ياده تمثيلي محکمه د ننګرهار پوهنتون حقوقي کلينيک په نوښت جوړه شوې وه، چې د ذکر شويو پوهنځيو محصلانو او استادانو پکې برخه لرله.
د تمثيلي محکمې د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون په خپل چوکاټ کې حقوقي کلينيک لري، چې نوموړي کلينيک د محصلينو د مسلکي ودې، پرمختګ او عملي زده کړو په برخه کې زيار ګاللى، چې نننۍ تمثيلي محکمه د دوى د هڅو يوه رڼه بېلګه او مثال دى. 
نوموړي وويل: تيوري او نظري زده کړې له عملي زده کړو پرته نيمګړي دي، په همدې موخه د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې محصلانو ته د عملي زده کړو زمينه برابره کړي، چې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم لري.
ورپسې د محصلانو ټاکل شوې ډلې تمثيلي محکمه ترسره کړه، چې د تالار د ګډونوالو د پاملرنې او هرکلي وړ وګرځېده.