د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون داخله او جراحي واټونه له بيا رغونې او ترميم وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

18 مارچ, 2019

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، يادې ودانۍ، چې پخوا د فاطمة الزهرا روغتون په واک کې وې او نسبتاً زيانمنې شوې وې، د تېرې يوې نيمې مياشتې په جريان کې ترميم او په طبي وسايلو مجهزې او سمبال شوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس د يادو واټونو د پرانيستې پر مهال وويل: د تدريسي روغتون د داخلې او جراحۍ واټونو په ترميم سره به د محصلينو د ستاژ او دغه راز د ناروغانو د درملنې په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي د روغتون او ودانيز شرکت مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چې د پاتې واټونو د ترميم کار هم چټک او ژر تر ژره خلاص کړي.
د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي د پوهنتون رئيس ته په خپل وخت د پاتې کار د بشپړاوي د ډاډ تر څنګ د رغول شويو څانګو په اړه معلومات هم ورکړل.