د ننګرهار پوهنتون او سکتوري ادارو ترمنځ د تفاهمليکونو د تطبيق په اړه غونډه وشوه

11 اپرېل, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د محصلانو چارو مرستيال او اړوندو پوهنځيو رئيسانو سره د ننګرهار پوهنتون او سکتوري ادارو ترمنځ د تفاهمليکونو د تطبيق په اړه غونډه وکړه.
د غونډې پر مهال ښاغلي فهيم د پوهنځيو رئيسانو ته لارښوونه وکړه، چې د اړوندو سکتوري رياستونو سره د تفاهمليک د موادو د تطبيق په اړه مقدماتي غونډې وکړي، کاري ساحې په نښه، لومړيتوبونه او د تطبيق مهالوېش يې وټاکي.
د پوهنتون رئيس د ننګرهار ولايتي ادارې د عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو سربېره له شلو سکتوري رياستونو سره د تفاهمليکونو لاسليک ستره لاسته راوړنه وبلله، چې په وينا يې، نوموړي تفاهمليکونه بايد يوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او عملي بڼه غوره کړي.