د ننګرهار پوهنتون او سپين غر لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

30 مې, 2019

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به دواړه ادارې د علمي، تدريسي، څېړنو، خپرونو، سروې ګانو او عملي زده کړو په برخه کې د راتلونکو درېو کلونو لپاره په ګډه کار کوي.
ياد تفاهمليک د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم او سپين غر لوړو زده کړو موسسې د رئيس ډاکتر خير محمد مومند له خوا په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي سربېره د دواړو تحصيلي موسسو يو شمېر استادان او مسؤلين هم موجود وو، لاسليک شو.
د تفاهمليک د موادو له مخې به ننګرهار پوهنتون او سپين غر لوړو زده کړو موسسه په ګډه د راتلونکو درېو کلونو لپاره په علمي، تدريسي، څېړنو، خپرونو، سروې ګانو او عملي زده کړو په برخه کې په ګډه کار کوي.