د ننګرهار پوهنتون او د خوراکي توکو د پروسس اتحاديي ترمنځ د ګډو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

17 اکتوبر, 2019

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به د خوراکي توکو د پروسس اتحاديې په مرسته د کرنې پوهنځي د هارتيکلچر او اګري بزنس څانګو محصلینو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال د خوراکي توکو د پروسس اتحاديې غړو سره د ليدنې پر مهال د پوهنتون او خصوصي سکتور د اړيکو په ارزښت او اړتيا خبرې وکړې او د خوراکي توکو د پروسس اتحاديې څخه يې مننه وکړه، چې محصلينو ته يې د عملي کار زمينه برابره کړه.
د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني نوموړى تفاهمليک د دواړو لورو په ګټه وباله او ياده چاره يې د مسلکي کادرونو د روزنې او د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې اغېزمنه وبلله.
نوموړي وويل: د تفاهمليک د موادو سره په مطابقت به په لومړي پړاو کې د کرنې پوهنځي هارتيکلچر او اګري بزنس څانګو ٢٠ تنه محصلين د عملي زده کړو لپاره نوموړې اتحاديې ته وروپېژندل شي، چې دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام پيدا کړي.
د ننګرهار د خوراکي توکو د پروسس اتحاديې په استازۍ انجنير محمد قاسم يوسفي خبرې وکړې او د پوهنتون له مسؤلينو يې غوښتنه وکړه، چې په داسې مواردو کې ريسرچ او څېړنې وکړي، چې په اړونده برخه کې د خصوصي سکتور او په ټوله کې د ټولنې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
نوموړي د کرنې پوهنځي محصلينو ته د ظرفيت لوړونې او عملي زده کړو زمينې برابرولو په برخه کې د لا زياتې مرستې ژمنه وکړه.