د ننګرهار پوهنتون او د امريکا د بال سټيټ پوهنتون تر منځ د علمي او مسلکي همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

13 اپرېل, 2019

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به دواړه پوهنتونونه د ريسرچ، ظرفيت لوړونې، مقالو چاپ او نورو علمي برخو کې له يو بل سره همکاري کوي.
د نوموړي تفاهمليک مسوده د Afghan Junior Faculty Development Program تر سرليک لاندې پروګرام په څنډه کې، چې په هندوستان هېواد کې جوړ شوى ؤ، د امريکا د انډيانا ايالت د Ball State University د استازي له خوا د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي مسؤلينو ته وسپارل شو، چې نن ورځ د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم له خوا لاسليک شو.
ښاغلي فهيم د نوموړي تفاهمليک لاسليک ستره علمي لاسته راوړنه وبلله او هيله يې څرګنده کړه، چې د ننګرهار پوهنتون استادان به له دې علمي فرصت ښه ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هندوستان په هېواد کې د Afghan Junior Faculty Development Program تر سرليک لاندې روزنيز پروګرام کې، چې د جنوري په ٨مه پيل او د مارچ په ١٥مه نېټه پاى ته ورسېد، د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د رئيس پوهنيار نثار احمد مصلح او مرستيال پوهنيار فضل الله صابر په ګډون ددې پوهنځي څلورو تنو استادانو برخه لرله، چې د تدريس اصولو او د څېړنې ميتودولوژۍ په اړه د ټرينينګ سربېره پکې د افغانستان د پوهنتونونو د عامه ادارې پوهنځيو د درېو مسلکي څانګو لپاره کريکولم هم جوړ شو.