د ننګرهار پوهنتون او توکيو کرنې پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

08 فبروري, 2019

د مسؤلينو په وينا، د نوموړي تفاهمليک له مخې به د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځى او د جاپان هېواد د توکيو کرنې پوهنتون ترمنځ په علمي او تخنيکي برخو کې متقابلې اړيکې او همکارۍ رامنځته شي.
د ګډو همکاريو ياد تفاهمليک د ننګرهار پوهنتون رياست سرپرست پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او د توکيو کرنې پوهنتون په استازيتوب د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني ترمنځ په داسې حال کې لاسليک شو، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى ډاکتر محمد حامد کډوال او د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال انجنير عبادالرحمن مومند هم حاضر وو.