د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي ٢٠ تنه محصلان د اوبو زېرمو او چاپېريال ساتنې په برخه کې په عملي توګه وروزل شول

11 اپرېل, 2019

يادو محصلينو ته د ننګرهار وادي شرکت (کانال) رياست د NVDA ادارې له خوا د عملي زده کړو زمينه برابره شوې وه.
د ننګرهار کانال رياست کې په همدې مناسب جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: له عملي زده کړو پرته محصل نيمګړى دى، هڅه مو داده، چې ټولنې ته په کار پوه مسلکي کادرونه وړاندې کړو.
نوموړي وويل: په همدې موخه مو تېره ورځ د کانال رياست په ګډون د ننګرهار ولايتي ادارې د ٢٠ سکتوري رياستونو سره د ګډو همکاريو تفاهمليکونه لاسليک کړل.
د پوهنتون رئيس فارغو محصلانو ته د مبارکۍ تر څنګ د ننګرهار کانال رياست او NVDA پروژې ادارې نه مننه وکړه، چې محصلينو ته يې د عملي زده کړو زمينه برابره کړه.
د ننګرهار وادي شرکت (کانال) رئيس ډاکتر پروېز علي عليشنګي وويل: ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ کور دى او مونږ خوښ يو، چې ددې ستر علمي مرکز سره اړيکې لرو.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون رئيس ته ډاډ ورکړ، چې د محصلينو د عملي زده کړو او نورو برخو کې به په راتلونکې کې هم له دې پوهنتون سره همکاري کوي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيداکرم هاشمي، د NVDA پروژې رئيس سيد مقصود هاشمي او NVDA پروژې د ننګرهار مسؤل انجنير محمد امين زاهد د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په وار سره د موضوع په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې محصلينو ته تصديقونه او NVDA پروژې انجنيرانو ته د پوهنتون د رياست مقام له خوا ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې په نوموړو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي رئيس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي او د ياد پوهنځي د اوبو زېرمو او چاپېريال ساتنې څانګې آمر پوهندوى اضغر غفورزي هم برخه لرله.