د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي متقاعد استاد ارواښاد پوهندوى نثار احمد نثار د مړینی له امله د خواشينۍ پېغام

08 زمری, 1397

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي متقاعد استاد ارواښاد پوهندوى نثار احمد نثار د حق داعي ته لبيک ووايه او د ژوند دروند پېټى يې له اوږو کوز کړ.
ارواښاد استاد د آقا جان زوى او د محمد رحيم خان لمسى په (١٣١٦) لمريز کال د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې زېږېدلى ؤ.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په ننګرهار لېسه او لوړې زده کړې يې د ماسترۍ تر کچې په کابل پولي تخنيک او پخواني شوروي اتحاد کې بشپړې کړې وې. 
ارواښاد استاد په ١ /٧ /١٣٣٩ نېټه د دولت په خدمت کې شامل شو، چې له يادې نېټې راهيسې يې ننګرهار معارف کې د ښوونکي، کابل پولي تخنيک استاد، ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استاد، د کابل د طبي علومو پوهنځي استاد، ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي استاد او د کابل د طبي علومو پوهنځي د رئيس په توګه دندې ترسره کړې دي.
استاد نثار په ١٣٨٢ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي په علمي کادر کې د دويم ځل لپاره شامل شو، چې وروسته يې بيا د استادۍ د سپېڅلې دندې تر څنګ د درېو کلونو لپاره د نوموړي پوهنتون د علمي چارو مرستيال په توګه هم دنده ترسره کړه. استاد نثار د دولت په چوکاټ کې تر ٤٨ کلن او په ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي کې د ١٧ کاله او ٧ مياشتې خدمت وروسته په ١٣٨٩ لمريز کال تقاعد ته سوق شو. 
ارواښاد استاد نږدې پنځه لسيزې عمر د هېوادوالو په خدمت او د انجنيري په برخه کې د هېواد د بچيانو په روزنه تېر کړل او په دې برخه کې يې سلګونه علمي کادرونه وروزل او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړل. ارواښاد استاد په ٦/٥/١٣٩٧ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق تعالى ته وسپاره او د ژوند پور يې پرې کړ.
د ننګرهار پوهنتون اداره د ارواښاد استاد مړينه يوه لويه غميزه او ضايعه بولي، کورنۍ او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوي او ارواښاد استاد ته د مغفرت او بښنې په پار لاسونه لپه کوي.
اروا يې ښاده او ګور يې له نوره ډک شه
درنښت
پوهنوال ببرک مياخېل
د ننګرهار پوهنتون رئيس