د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې

04 سلواغه, 1396

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل نن ورځ د نوموړې ودانۍ د جوړېدو چارې رسماً پرانيستې.
د پرانيستې پر مهال ښاغلي مياخېل وويل: ياده ودانۍ، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونکو اتلسو مياشتو کې بشپړې شي، د ٩٠ مليونه افغانيو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې په مرسته جوړېږي.
د پوهنتون رئيس زياته کړه: دا چې اقتصاد پوهنځي تر دې دمه خپله ودانۍ نه لرله او استادان او محصلان يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، ددې ودانۍ په جوړېدو سره به ياده ستونزه له منځه لاړه شي. 
نوموړي وويل د ودانۍ جوړېدو پر وړاندې يو شمېر خنډونه او فشارونه موجود وو، چې په وينا يې د محصلانو د ستونزو او د پوهنتون پراختيا او پرمختګ ته په پام سره يې ونه منل او پر وړاندې يې مبارزه وکړه.
هغه وايي: (( هېچا ته به ددې اجازه ورنکړو، چې د پوهنتون د پرمختګ مخه ډب کړي.))
د يادونې وړ ده چې د اقتصاد پوهنځي ودانۍ سربېره په ننګرهار پوهنتون کې دا مهال د مليونونو ډالرو په لګښت د حقوقو او سياسي علومو، شرعياتو، کمپيوټر ساينس پوهنځيو ودانيو، د نجونو لپاره ځانګړي پارک، د پوهنتون اداري تعمير او د ليليې جامع مسجد د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.