د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي شپې برنامې په اوله دوره کې ٢١٤ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل

24 جنوري, 2018

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي شپې برنامې په اوله دوره کې ٢١٤ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل
په همدې مناسبت د جلال اباد ښار ستاره شرق هوټل کې جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل وويل: اقتصاد د يوه مهم مسلک په توګه د ټولنې زيربنا جوړوي، چې له شک پرته په دې برخه کې د څه دپاسه دوه سوو تنو فراغت زمونږ د شړېدلي او ويجاړ اقتصاد د بهبود لپاره ښه زيرى دى.
نوموړي د اقتصاد پوهنځي فارغانو او د هغوى والدينو او دغه راز د پوهنځي مشرتابه او استادانو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ ددې پوهنځي د ودانۍ جوړېدو چارو د پيل زيرى هم ورکړ، چې له غونډې څو شېبې وړاندې يې عملاً کار پيل شو.
ښاغلي مياخېل زياته کړه: ياده ودانۍ به د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې پر مټ په راتلونکې اتلسو مياشتو کې بشپړه شي.
په پاى کې د غونډې مشرتابه هيئت يو شمېر فارغو زده کوونکو ته د ستاينليکونو د وېش ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ته د پوهنتون په کچه د نوموړي د ښو خدمتونو د ترسراوي په پار د اعزاز پګړۍ ور پرسر کړه.