د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په مشرۍ ترسره شو

15 مې, 2019

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهاند عبادالرحمن مومند، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او د يو شمېر څانګو امرينو پکې برخه لرله، د پوهنتون د بېلابېلو علمي او اداري څانګو او کمېټو کاري ګزارشونه او راتلونکې پلانونه د پوهنتون له مشرتابه سره شريک شول.
دغه راز د پلټنې کمېټې د کړنو، د پوهنتون د قراردادونو، د پوليو واکسيناسيون سروې، ليليې مديريت، د پوهنتون د رهايشي کورونو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو په اړه د مسؤلينو له خوا د مجلس غړو ته معلومات ورکړل شول.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د پوهنتون د بېلابېلو څانګو فعاليتونه مثبت وارزول، د لاښه والي سپارښتنه يې وکړه او په اړونده برخو کې د شته ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.