د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

08 فبروري, 2020

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څېړنو، عملي زده کړو او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.
نوموړى تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکتر سید معشوق سادات له خوا په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د الفلاح پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال حاجي حکم مشفق هم حضور درلود.
د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکتر سید معشوق سادات په تېر کې د الفلاح پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې د دوام غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.