د شخړو د هواري په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار او ورسره پلاوي د ننګرهار پوهنتون له استادانو او محصلانو سره مشورتي غونډه وکړه

24 اکتوبر, 2017

د شخړو د هواري په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار او ورسره پلاوي د ننګرهار پوهنتون له استادانو او محصلانو سره مشورتي غونډه وکړه
د مسئولينو په وينا، نوموړى پلاوى د ننګرهار ولايت د ټولنيز، سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت د څېړنې او ارزونې په موخه دې ولايت ته راغلى دى.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل، چې د پلاوي له لوري مثبت وارزول شول.
ورپسې سلاکار وزير او د ننګرهار ولايت د ټولنيز، سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت د څېړنې او ارزونې پلاوي رئيس مولوي قمرالدين شينواري خبرې وکړې. 
نوموړي وويل: د ننګرهار ولسونه دمګړۍ د دوه ډوله امنيتي ګواښونو سره مخ دى، چې يو يې د دولت مخالف وسله وال او دويم يې زورواکي او مافيايي ډلې دي.
هغه زياته کړه: له تېرو نهو ورځو راهيسې يې د ننګرهار له ولسونو سره ناستې او مجلسونه کړي او په همدې لړ کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو او محصلانو نظرونه او مشورې هم اخلي چې په خبره يې له راټولونې وروسته به يې له ولسمشر سره شريک کړي.
ښاغلي شينواري د ننګرهار پوهنتون وضعيت د تېرو کلونو په پرتله مثبت وارزاوه او په دې برخه کې يې د پوهنتون د ادارې او استادانو د هلو ځلو ستاينه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو د ننګرهار ولايت د وضعيت په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه له راغلي پلاوي سره شريک کړل.