د سولې او کړکېچ حلولو په برخه کې ورکشاپ پيل شو

07 مارچ, 2018

 

د سولې او کړکېچ حلولو په برخه کې ورکشاپ پيل شو
په نوموړي درې ورځني ورکشاپ کې چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت جوړ شوى، د ننګرهار ولايت د يو شمېر مدني ټولنو، خصوصي پوهنتونونو او علمي مراکزو نږدې دېرش تنه استازي ګډون لري.
د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ پر محتوا خبرې وکړې. نوموړي وويل: په دې درې ورځني ورکشاپ کې به د شخړې او کړکېچ حلولو په تخنيکونو او لارو چارو بحث وشي او ګډونوال به يې په اړه خپل نظريات او تجربې سره شريکې کړي.
ښاغلي مياخېل زياته کړه: ((هغه سوله چې په دې ورکشاپ کې به پرې بحث وشي او په ټوله کې ننګرهار پوهنتون يې په اړه فعاليت کوي، هغه سياسي سوله نه، بلکې د سولې علمي او تحقيقي اړخ دى.))