د اندونيزيا هېواد سفير له ننګرهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه

24 مرغومی, 1396

د اندونيزيا هېواد سفير له ننګرهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه
په افغانستان کې د اندونيزيا هېواد سفير ډاکتر عارف رحمن په داسې حال کې چې د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي، د بهرنيو چارو رئيس حفيظ الله اسحق زي او د ارشاد، حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني يې ملتيا کوله، د ننګرهار پوهنتون له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون د تاريخچې، اړوندو پوهنځيو، ديپارتمنتونو، علمي برنامو، پارټنرشيپونو او په دې وروستيو کې د پوهنتون د علمي او رغنيزو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.
ښاغلي مياخېل د اندونيزيا هېواد له سفيره وغوښتل چې د خپل هېواد له يو شمېر پوهنتونونو سره د ننګرهار پوهنتون علمي ملګرتيا او پارټنرشيپ او دغه راز د پوهنتون استادانو ته په خپل هېواد کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
د اندونيزيا هېواد سفير ننګرهار پوهنتون د سيمې په کچه تاريخي پوهنتون ياد کړ او د پوهنتون په پرمختګونو يې د خوښۍ څرګندونه وکړه.
ډاکتر رحمن زياته کړه چې ډېر ژر به د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او استادانو ته د اندونيزيا هېواد له پوهنتونونو څخه د ليدنې زمينه برابره کړي او دغه راز به د بورسونو او سکالرشيپونو موضوع هم د خپل چينل له لارې له اړوندو پوهنتونونو سره شريکه کړي.
د غونډې په پاى کې راغلي پلاوي د پوهنتون د مشرتابه په ملتيا له يو شمېر پوهنځيو څخه ليدنه هم وکړه.