د اقتصاد پوهنځي د نوې ودانۍ قراردادي شرکت مسؤلينو د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

15 مې, 2019

د ليدنې پر مهال د ودانۍ موظف انجنير او د ودانيز شرکت مسؤل د اقتصاد پوهنځي د ودانيزو چارو په اړه د پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم ته معلومات ورکړل.
ښاغلي فهيم راغلي پلاوي ته له قرارداد سره سم په ښه شکل او خپل وخت د ودانۍ د چارو د ترسراوي لارښوونه وکړه.