د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عسکري څارنوالۍ رئيس له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

19 غویی, 1397

 

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عسکري څارنوالۍ رئيس له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عسکري څارنوالۍ رئيس جنرال عبدالقيوم نظامي د يوه پلاوي په ملتيا د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل سره وليدل.
په دې کتنه کې چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهنوال نقيب الله ثاقب او د ياد پوهنځي يو شمېر استادانو هم برخه لرله، په يو شمېر علمي او حقوقي مسايلو بحثونه وشول.
د کتنې پر مهال جنرال نظامي د خپل ليکلي اثر (اصول اجراات و محاکمات جزايى) لسګونه ټوکه ننګرهار پوهنتون ته ډالۍ کړل او ژمنه يې وکړه چې د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلانو ته به د نظامي څارنوالۍ څخه د ليدنې او په هغې کې د عملي زده کړو زمينه برابره کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د عسکري څارنوالۍ د رئيس جنرال نظامي د مرستې او ډاډ مننه وکړه او د هغه راتګ يې له علمي بنسټونو سره د نوموړي مينه او وطندوستي وبلله.