ننګرهار پوهنتون رئيس د ژبو او ادبياتو او وترنري علومو پوهنځيو څخه ليدنه وکړه

25 جولای, 2019

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د مالي او اداري چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري په ملتيا د دې پوهنتون ژبو او ادبياتو او وترنري علومو پوهنځيو څخه ليدنه وکړه او د يادو پوهنځيو له استادانو سره يې مشورتي غونډې وکړې.
د ليدنې پر مهال ښاغلي فهيم استادان د پوهنځي او پوهنتون ادارو سره همکارۍ، همغږۍ او ګډ کار ته راوبلل او د پوهنتون د علمي، تدريسي او تضمين کيفيت پروسو په برخه کې يې خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل.
د پوهنتون رئيس د يادو پوهنځيو د مسؤلينو او استادانو ستونزې هم واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.