ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ١٣٩٧ تحصيلي کال لپاره په لاندې پنځو څانګو کې د ماسترۍ دورې لپاره ازموينه واخلي:

05 مارچ, 2018

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ١٣٩٧ تحصيلي کال لپاره په لاندې پنځو څانګو کې د ماسترۍ دورې لپاره ازموينه واخلي:
١- فقهې او قانون څانګه- شرعياتو پوهنځى.
٢- تعليمات اسلامي څانګه- شرعياتو پوهنځى.
٣- قضاء او څارنوالۍ څانګه- حقوقو او سياسي علومو پوهنځى.
٤- پښتو ژبې او ادب څانګه- ژبو او ادبياتو پوهنځى.
٥- ادارې او تجارت(MBA) څانګه- اقتصاد پوهنځى.
د يادو پوهنځيو په شرايطو برابرو فارغانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ثبت نام لپاره د يکشنبې په ورځ چې د روانې کب مياشتې له ١٣ مې نېټې سره برابره ده، د کب تر ٢٢ نېټې د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو ته د نوم ليکنې لپاره مراجعه وکړي.
د نوم ليکنې شرايط:
١- په اړونده څانګه کې د لوړو زده کړو د داخلي يا خارجي موسساتو څخه د ليسانس ديپلوم او ترانسکريپټ درلودل.
٢- په ليسانس دوره کې د ٦٥ سلنه نمرو درلودل.
٣- په يوې نړيوالې ژبې پوهېدل.
٤- د برياليتوب په صورت کې د فيس د ورکړې توانايي درلودل.
٥- عمر يې له ٣٥ کلونو اوښتى نه وي(د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادان له دې قاعدې مستثنى دي).
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره