د ۱۳۹۶-۹۷کال د کانکور ازموینې هغه داوطلبان، چې د نوموړې ازموینې په نتایجو کې د انتخاب او د نوم نه موجودیت په اړه شکایت لري

13 زمری, 1397

د ۱۳۹۶-۹۷کال د کانکور ازموینې هغه داوطلبان، چې د نوموړې ازموینې په نتایجو کې د انتخاب او د نوم نه موجودیت په اړه شکایت لري، خپل شکایت دې د خبرتیا سره په ضمیمه فورم کې ثبت او د تذکرې کاپي سره یو ځای دې یې د چهارشنبې تر ورځې، چې د اسد له ۱۷مې نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو آمریت ته وسپاري. د یادونې وړ ده، چې د شکایت د بررسۍ پایله د لوړو زده کړو وزارت له ویبسایټ خپرېږي. 
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره