د کمپیوټر ساینس پوهنځې کمبود بست اعلان!

28 وږی, 1396

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې دوکتورا او یا ماستری په سویه لوړې زده کړې ترسره کړي وي خپل غوښتن لیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 4/06/1396 نېټې څخه تر 30/06/1396 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې.

په درنښت

 

پوهنوال ببرک میاخیل

د ننگرهار پوهنتون رئیس